IQNA

   د زړونو او فکرونو د نیولو لپاره ددښمن د هڅې په وړاندې سمه رسندويي  او تبلیغاتي مبارزه اړینه ده

16:31 - December 11, 2025
د خبر لمبر: 3492149
ایکنا - د ایران  اسلامي  جمهوریت پشمول درسته نړئ نن د حضرت فاطمه زهراء‌(س) د نیکمرغه میلاد په مناسبت د جشنونو  ، خوښۍ او سرور وولولناکه  فضا لري . په همدې مناسبت په  امام خمیني‌(ره) حسینې کې هم، د اسلامی انقلاب  د معظم لارښوداو د اهل‌ بیت‌(ع) د زرګونو مینه‌والو په شتون کې د سیّده نساء‌العالمین د میلاد  په مناسبت په شاندارو مراسمو کې مداحی وشوه او  شعرونه او منقبت  خواني وشوه.

 حضرت آیت‌الله خامنه‌ای په دې مراسمو کې چې نږدې درې ساعته یې دوام وکړ، د حضرت صدیقه طاهره فاطمةالزهرا‌(س) د ولادت مبارکي وویله او وې فرمائيل؛  د ایران خلک د ملي مقاومت په وسیله د دښمن هغه پرله‌پسې هڅې ناکامې کړې چې غوښتل ئې د دغه ملت «دیني، تاریخي او فرهنګي هویت» بدل کړي. او نن هم، د دې ترڅنګ چې باید د دښمن د پروپیګنډیزو او رسنیزو فعالیتونو په مقابل کې چې په مغزو، زړونو او باورونو باندې د حملو نیّت لري،  سمه دفاعي او مخه نیونکي صف‌بندي وشي، خو ایران ـ د شته ستونزو او کمښتونو  سره سره ـ په خپل مخ په وړاندې حرکت  ته دوام ورکوي.

د اسلامی انقلاب ستر  د امام خمیني‌(ره) د ولادت د حضرت فاطمه زهراء‌(س) له  میلاد سره یوووخت والي په درنښت  سره یاد کړ او د نړۍ د ښځو د آغلې فضیلتونه او مقام ئې د بشري ادراک له کچې لوړ وبلل. هغوی زیاته کړه: سره له دې، باید حضرت فاطمةالزهرا س   په لارې ګامونو  کیږدو   او فاطمیون ووسو  او له دغې بې‌مثاله بی‌بی څخه په ټولو برخو کې لکه دین‌دارئ، عدالت‌ غوښتنې، د بیانونکي  جهادِ  هڅې، میړنتوب، د اولاد روزنه او نورو برخو کې پیروي وکړو.

دوي دغه راز  مداحي یوه خورا اغېزمنه پدیده وبلله او زیاته یې کړه: لازمه ده  چې د تحقیق او څېړنې له لارې د دې حیرانوونکې پدیدې د ژورتیا، زیانونو پېژندلو او د هغې د پیاوړتیا او تکامل لارې وموندل شي.

حضرت آیت‌الله خامنه‌ای د مداحۍ حرکت د پخوا په پرتله د ودې په حال کې وباله او مداحي یې د مقاومت د ادبیاتو له بنسټیزو مرکزونو څخه وبلله. هغوی زیاته کړه: هر فکر او هر عمل که مناسب  ادبیات و نه لري، ورو ورو له مینځه ځي؛ او مداحي او مجلس  نن  سبا د مقاومت د ادبیاتو په پرابرولو ، پراختیا او منتقولو سره دا خورا مهم ضرورت پیاوړی کوي.

رهبر انقلاب «ملي مقاومت»  په باب ووئيل «د سلطه‌ګرو د ډول ډول دباؤنو په مقابل کې زغم او مقاومت کول  د وخت ضرورت دی  ځینې وخت پوځي دباؤنه وي ـ لکه هغه چې ولس د دفاع مقدس پر مهال ولیدل او په تېرو میاشتو کې ئې ځوانانو او انجونو هم تجربه کړ ـ او ځینې وخت  اقتصادي، رسنیز، فرهنګي یا سیاسي  دباؤنه هم وي خو هرڅه په مقاومت او کلک هوډ سره  ترسره کیږي 

https://iqna.ir/fa/news/4322334/

captcha